ایکنانیوز د الجزیره له قوله راپور راکړی، د قاهره پوهنتون د انګریزي ژبې د ترجمې او ادبیاتو د استاد او د عربی نړۍ د یوه غوره ژباړن محمد عناناي د رحلت دوه کاله تیریږي، خو د ادبیاتو او کتابونو په ترجمې کې دهغه میراث دومره وزندار دی چې ادبی کرکتونکي متخصصان ورباندې کرکتنې نشي کولی.
محمد عناني(۴جنوری ۱۹۳۹ – تر ۳ جنوری ۲۰۲۳) د مصر د پوهنتونونو استاد، کرکتونکی ،ډرامه لیکونکی او لیکوال ؤ چې د مصر په بحیره ولایت کې زیږیدلی ؤ. هغه په ۱۹۵۹ کال کې د قاهره پوهنتون څځه د انګریزي ژبې او ادبیاتو ډګري، ایم فل ئې په ۱۹۷۰ کال کې د لندن له پوهنتونه ترلاسه کړه او پی ایچ ډی ئې هم په ۱۹۷۵ کال کې د انګلستان په بارکشر کې واقع له ریډینګ پوهنتونه وکړه.
هغه له ۱۹۶۸کاله تر ۱۹۷۵ کال پورې د ایم اې او پي ایچ ډي په پړاؤ کې د زده کړې په وخت کې په بارکشر کې په بی بی سي کې دبهرنیو ژبو د څارونکي په توګه فعالیت کاوه. وروسته په ۱۹۷۵ کال کې مصر ته ستون شو او د انګری ژبې او ادبیاتو استاد شو. هغه همداراز د مصر د لیکوالانو له ټونلې سره یو ځاي شو او په ۱۹۸۱کال کې د انګری ژبې لیکچر شووروسته په ۱۹۸۶ کال کې د پرو فیسر په توګه ترقي ورکړل شوه.
دهغه په عربی او انګریزي دوو ژبو څه دپاسه ۱۳۰ کتابونه چاپ شوي دي چې په هغو کې مهمې ترجمې او نوښتي کارونه شامل دي.
هغه په ادبی او کلتوري ډګر کې له کلونو کلونو فعالیتونو وروسته د ۲۰۲۳کال د جنورۍ په دریمه نیټه په ۸۴کلنۍ کې وفات شو.
له قرآن کریم څخه دعناني اغیزمنیدا!
د قاهرې د پوهنتون د ترجمې اوژبو د استاد خالد توفیق په وینا، د قرآن له ژبې د عناني اغیزمنیدا په بشپړ ډول ښکاره وه او د قرآن ژبه تقریبا د ډاکټر عناني په ټولو ژباړو او کې له خاصې روانتیا برخمنه وه. لوستل او قرائت ئې په آسانۍ سره او په روانه توګه ترسره کیږي. توفیق مخکې وائي،ډاکټر عنانی دترجمې دتحقیقاتو او او دترجمې د ترسره کیدااو اجرا ترمینځ هیڅ ډول جدائي نه تائيدوي او له قرآن کریم څخه له اغیزمنیدا سره سره او د قران دمعنو په ژورې پوهیدا سره ، هغه هیڅکله د قرآن مفهومونه په انفرادي بڼه ترجمه نه کول.
لبنی عبدالتواب د قرآن کریم د ترجمې د اهمیّت په باب له توفیق سره یو شان عقیده دی .دوي باؤري دي چې ډاکټرعنانی په انګریزي ژبې د قرآن کریم د مفهومونو په منتقلولو کې ترټولو زیاته توانمني درلودله.
د شیخ المترجمین میراث!
محمد عنانی چې د عربی نړۍ په شیخ المترجمین مشهور شوی ، لوي میراث ئې په ځاي پریښودلی او د هغه تالیفات عموما د ډرامې او شعر په تیره بیا په ادبیاتو او کرکتنې په موضوعګانو کې دي . دهغه په تالیفاتو کې په عربی ژبه د ؛کمډي هنر؛، په ژوند او ادبیاتو کې ، دماډرن ادبیاتو مسئلې،نوی ادبی اصطلاحات، نوکې کتابونه لیکلي او په عربی ژبه او کرکتنې کې د؛ روڼ اندئ سفر، د سمیر سرحان په ګډون سره، مبارز او درویش او وراغان نومې کتابونه دهغه میراث دی.
د ترجمې په زمینې کې د ډاکټر عنانی ترټولومهمې ترجمې دا دی چې هغه د شکسپيّر دآثارو په ترجمې یا په شعر باندې د شعر په ترجمې کې او دغه راز په نثر سره دنثر په ترجمې کې ،مشکل ټکي رابرسیره کول او کله له به ئې هم عامیانه او محاوره اي ژبې ته هم مخه کوله.
ډاکټر عنانی د عربي ادبیاتو د استاد طه حسین آثار لکه، رښتیني ژمنه؛، د ؛شیخ خواستګاري او د ژوند په حاشیې کې نومې کتابونه په انګریزي ژبه وژباړل.
https://iqna.ir/fa/news/4259541